1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په امریکا کې د بایډن بریا؛ آيا د افغانستان پر وړاندې د بایډن سیاست کې بدلون راځي؟

1280px-thumbnail
08 Nov 2020

یو شمیر شنونکي وایي چې د بایډن په اداره کې د سولې بهیر بدلون نه مومي، خو د امریکا نوی ولسمشر به له افغانستان څخه د دې هیواد د ځواکونو په بهر کولو کې مسوولانه عمل وکړي.

 

تیره شپه ناوخته (پیلنې، لړم۱۸)، لویدیځو رسنیو د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د دموکراتانو د ګوند د غړي جوبایډن د بریا خبر ورکړ.

د هغه د بریا څو ګړۍ وروسته، ولسمشر غني په خپله ټویټر پاڼه د جوبایډن د بریا مبارکي وویله او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د سولې د ټينګښت او ټیکاو او همداراز ارزښتونو د ساتنې اړوند د دواړو هیوادونو په دوام لرونکي ګډون ټينګار وکړ.

د ولسمشرۍ ترڅنګ، د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر او د افغانستان یو شمیر سیاسیونو هم د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بایډن د بریا مبارکي ویلې.

خو ظاهراْ له سیاسي، اقصتادي او پوځي پلوه له امریکا سره د امریکا تړاو د دې لامل شوی چې د ټولو سترګې د افغانستان پر وړاندې د دې هیواد د نوي حکومت د سیاست څرنګوالي ته تړلې وي.

خو جوبایډن په افغانستان کې د ټرامپ دوه نابشپړ ماموریته په میراث موندلي؛ له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک او له افغانستان څخه د دې هیواد د ځواکونو بهر کیدل.

په همدې حال کې، په افغانستان کې یو شمیر سیاسي بهیرونو ویلي چې د بایډن اداره کې هم د کابل اړوند د واشنګټن لیدلوري کې بدلون نه راځي.

د افغانستان د ملي محور د سیاسي بهیر ویاند، عارف کیاني په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل چې د پاکستان په تړاو د جوبایډن تیرو لیدلوریو ته په کتو سره، هغه به د سولې په بهیر کې هیڅ بدلون رانولي او همداراز افغانستان ته به د پاکستان له سترګو وویني.

هغه زیاته کړه: معمولاْ ډموکراتان په خپل بهرني سیاست کې، محافظه کاره او دفاعي لیدلوری لري. جوبایډن په تیرو کې له پاکستان سره نږدې اړیکې لرلې او ټول مسایل یې د پاکستان له عینکو لیدل.

خو د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو بیا لیدلوري لږ خوښبینانه دي.

شنونکي د ټرامپ سیاست د بیړې سیاست بللی، خو بایډن یې برنامه لرونکی او ځیرکه بللی؛ هغه څه چې د افغانستان په ګټه به تمام شي.

د سیاسي چارو شنونکي آصف آشنا په دې تړاو وویل: د دې چانس چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل له یوې حساب شوې سیاسي برنامې له مخې وشي، ډير دی. له دې سره د بایډن بریا د افغانستان په ګټه ده.

خو هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان ګټې به هغه مهال ډيرې شي چې د افغانستان حکومت مشرتابه وکولای شي د سپینې ماڼۍ له نوې ادارې سره ښه تعامل ولري.