ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې په دې ناسته کې به، د افغانستان د سولې او جګړې، سوداګریزې-ټرانزیتي ونډې او همداراز د افغانستان د فرهنګي موقعیت اړوند خبرې وشي.
ولسمشر غني نن سحار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د مرکزي او سویلي آسیا؛ سیمه ییزې نښلیدا، فرصتونو او ننګونو ناسته کې د ګډون په موخه د اوزبیکستان پلازمینې، تاکشینت ته ورسید.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، لطیف محمود آرزو ټلویزیون ته وویل چې به دې ناسته کې به، “د افغانستان د سولې او جګړې، سوداګریزې-ټرانزیتي ونډې او همداراز د افغانستان د فرهنګي موقعیت اړوند خبرې وشي.”
د هغه په وینا، د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په کتو سره، دا ناسته د هیواد لپاره مهمه ده او د منځنۍ او سویلي آسیا هیوادونو ته هم ډیر ارزښت لري.
له دې سره، باورونه دا دي چې په سیمه کې د نښلیدو دهلیز به توګه د افغانستان موقعیت ته په کتو سره، دا ناسته به د افغانستان په راتلونکي ډیرې اغیزې ولری.
په اوزبیکستان کې د افغانستان سفیر، احمد خالد علمي آرزو ټلویزیون ته وویل چې دا ناسته د افغانستان په راتلونکي ډیره اغیزه لري. د هغه په وینا، د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا نښلیدل د افغانستان پرته نشي کیدای.
د مرکزي او سویلي آسیا؛ سیمه ییزې نښلیدا، فرصتونو او ننګونو ناسته کې د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان هم ګډون کوي. هغه نن په دې ناسته کې د ګډون لپاره د اوزبیکستان پلازمینې، تاشکینت ته ورسید.
خو د پاکستان لومړي وزیر د دې ناستې مخکې په یوې جلا ناسته کې ویلي چې اسلام آباد د افغانستان د مسئلې د هواري لپاره د سیاسي هوکړې ملاتړ کوي.
عمران خان زیاته کړې ده: د اوزبیکستان ولسمشر او مونږ پاکستان ډیر لیواله یو چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي. مونږ ټول په افغانستان کې د سیاسي هوکړې د عملي کیدو هیله لرو، چې د افغانستان له لارې زمونږ د نښلیدو او د دواړو هیوادونو لپاره، مونږ ټولو ته ګډې ګټې ولري.
د هغه په وینا، د افغانستان د حالت ښه کیدو سره، د افغانستان-پاکستان-اوزبیکستان د اوسپنیزې کرښې لویه پروژه به هم پلي شي.
د یادونې ده چې د مرکزي او سویلي آسیا؛ سیمه ییزې نښلیدا، فرصتونو او ننګونو ناسته سبا (جمعه، چنګاښ پنځه ویشتمه)، د اوزبیکستان او افغانستان د ولسمشرانو او د پاکستان د لومړي وزیر له ویناوو سره پیلیږي.
په دې ناسته کې، د نږدې څلویښتو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي هم ګډون کوي.