د بادغیس په دولتي روغتون کې په لس هاوو روغتیاپالانو د خپلو تنخواوو راکمیدو په اعتراض لاس په کاري اعتصاب وهلی دی.
دوي وایې چې د عامې روغتیا وزارت د دوی ۲۰ سلنه تنخوا د بیلابیلو لاملونو له کبله راټيټه کړې چې د پلي کیدو په صورت کې به هغه تنخوا چې تر لاسه کوي ډیره ټیټه وي.
دوي هیښتیا ورکوي چې تر هغې چې دې ستونزې ته رسیدنه ونه شي،له خپل اعتصاب څخه به لاس وا نخلي.
خو د روغتیاپانو اعتصاب بیا پر نا روغانو زیاته اغیزه کړې ده.
یو شمیر ناروغ لرونکي وایې چې دوی له سهار راهیسي خپل ناروغ په دې روغتون کې بستر کړی دی خو تر اوسه ورته رسیدنه نه ده شوې.
په همدې حال کې د بادغیس د ولایتي شورا یو شمیر غړي وایې چې د دې سکالې حل لپاره یې د تړون کوونکې موسسې او د بادغیس له عامې روغتیا سره خبرې کړې دي او ډیر ژر دا ستونزه حل کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د بادغیس د روغتون روغتیاپالان کاری اعتصاب کوي،د دې ولایت روغتیاپانو مخکې له دې هم د خپلو تنخواوو له پر وخت نه رسیدو له کبله کاری اعتصاب کړی وو.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي