1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بادغیس کې د طالبانو په برید کې پنځو امنیتي سرتیرو ژوند بایلود

بادغیس-1536x1087
15 Apr 2021

د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې پنځو پولیس سرتیرو ژوند بایللی دی.

یوه امنیتي سرچینه وايي چې وسله والو طالبانو تیره شپه (وري ۲۵مه) د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې  پوستې برید کړی چې په پایله کې یې پنځو پولیس سرتیرو ژوند بایللی، دوه ټپیان شوي درې طالبانو له ځانه سره بیولي او همدا شان دا پوسته هم د دې ډلې لاسته لویدلې ده.

له بلې خوا طالبانو ادعا کړې ده چې په دې پیښه کې یې ۹ امنیتي سرتیري وژلي دي.

سیمه ییز پازوال تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.