| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په بادغیس کې د پستې پروسس د لومړۍ کارخونې فعالیت
15 Oct 2020
په بادغیس ولایت کې د لومړي ځل لپاره د پستې پروسس لومړۍ کارخونې فعالیت پیل کړ.
دا کارخونه د ۱۶۰ زرو ډالرو په ارزښت د دولت او خصوصي سکتور لخوا په ګډه جوړ شوی او د بادغیس د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، د پستې د معیاري پروسس سره به د دې وچې میوې بیه هم لوړه شي. مخکې له دې کرنیز پایداوار په ځانکړي توګه پستې په غیر معیاري او پخواني ډول پروسس کیدل.
د بادغیس والي حسام الدین شمس وايي په سیمه او نړۍ کې د کرهنیزو پایداوارو په ځانګړي توګه د پستې د بازار موندنې لپاره هڅې روانې دي.

د دې ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د کرونا ویروس د خپریدو له امله د هیواد د کورنیو تولیداتو صادارت کم شوي دي.
خو په دې ولایت کې د پستې یو شمیر سوداګر د پستې د پروسس کارخونې د فعالیت په هکله خوشبین دي او وايي چې له دې وروسته به د وچې میوې بیه په بازارونو کې ډیر شي.
د بادغیس ولایت د پستې ترټولو لوی ځنګلونه لري؛ خو څو لسیزو جګړو د دې ځنګلونو لویې سیمې ویجاړې کړې او د دې میوې پایدوار هم کم شوي دي.
ژباړه-نجلامایار
