په بادغیس کې یو مخکېنی سناتور له څلورو نورو کسانو سره ووژل شو.
د بادغیس سیمه ییز پازوال وایي چې مخکېنی سناتور او قومي مشر محمد رنګین مشکواني له څلورو نورو کسانو سره د بادغیس آبکمري ولسوالۍ پر لار د وسله والو مخالفینو له لوري وژل شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان دښمنان د مشرانو او شخصیتونو په وژلو سره سولې ته د رسیدو لپاره د خلکو تکل نشي کمزوری کولای.
دا دویم سناتور دی چې د تیرې یوې میاشتې په جریان کې د ناپيژانده وسله والو کسانو لخوا وژل کیږي.