1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بادغیس کې په یوه نفوذي برید کې درییو امنیتي سرتیرو ژوند بایلود

بادغیس
18 Apr 2021

د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې درې امنیتي سرتیري د خپل همکار د ډزو په پایله کې وژل شوي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیک وايي چې دا پیښه د دې ولایت د مقر ولسوالۍ  په سنجدک سیمه کې په داسې حال کې رامنځته شوې چې یوه پولیس سرتیري خپل درې همکاران په ډزو وژلي او د دې پوستې ټولې وسلې یې هم له ځانه سره وړي دي.

امنیتي پازوال تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو پر بنسټ دا په تیرو نږدې درییو میاشتو کې درییمه پیښه ده چې په دې سیمه کې رامنځته کیږي او د دې پیښو ټول عاملین هم له وسله والو طالبانو سره یو ځای کیږي.

طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.