1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بادغیس کې په ۱۸۰۰ هکتاره ځمکه کې د پستې نیالګي کینول کیږي

13
08 May 2021

تمه ده په بادغیس کې په ۱۸۰۰ هکتاره ځمکه کې د پستې ځنګلونه جوړ شي.

د بادغیس د کرنې ادارې مشر عبدالتواب نایب وايي چې په دې پروژې څه باندې ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د دې ولایت په آبکمري، بالامرغاب، قادس، قلعه‌نو او مقر این ولایت پلې کیږي او زرهاو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.

له بلې خوا دا اداره وايي هغه کسان چې د پستو د نیالګیو غوښتونکي دي ۸۰ زره نیالګي یې دوی ته د ویش لپاره چمتو کړي دي.

په همدې حال کې بڼ لرونکي او د بادغیس د ولایتي شورا یو شمیر غړي د دې پروژو له پلې کیدو خوښ دي او وايي چې د نویو ځنګلونو په جوړیدو سره به د پستو د تولیداتو کچه لوړه او د دې ولایت د اوسیدونکو په اقتصادي وده کې به ګټوره تمامه شي.

د راپورونو پر بنسټ، اوسمهال په بادغیس کې درې زره هکتاره ځمکه کې د پستې ځنګلونه او پنځه زره جریبه ځمکه کې هم خصوصي بڼونه جوړ شوي دي چې پیداوار یې د تیر کال په پرتله ۵۰ سلنه ډیر شوي دي.