د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمیر سوداګر او پلورونکي په دې برخه کې په احتکار تورن کړل.
په هیواد کې د کرونا ویروس خپریدو، د هیواد په بازارونو منفي اغیزه کړې او د خوراکي توکو د بیې د لوړوالي لامل ګرځیدلی.
علم خان چې په پلازمینه کې اوسیږي آرزو ته وویل چې د خوراکي توکو د پیرلو لپاره د کابل منډیي ته راغلی او د خوراکي توکو بیه ۴۰ سلنه ډیره شوې او دا د دې لامل شوی چې ونشي کولای د خپلې اړتیا وړ ټول توکي وپیري.
دی له حکومت څخه غواړي چې د خوراکي توکو د پلورونکو لخوا په ګرانه بیه د توکو د پلور او د سوداګرو له لورې د احتکار مخنیوی وکړي.
له بلې خوا، د ټولنیزو شبکو یو شمیر کاروونکو د احتکار د پایته رسیدو لپاره د کمپاین ترسره کولو سره، له حکومت څخه غوښتي چې له احتکار کوونکو سره جدي چلند وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی، یو شمیر سوداګر او پلورونکي په احتکار تورنوي او له حکومت څخه غواړي چې له احتکار کوونکو سره قانوني چلند سره، له خصوصي سکټور سره مرسته وکړي.
خو د اقتصاد وزارت ویاند، محمد یونس سالک، د کرونا ویروس له کبله د اقتصادي فشارونو د ارزونې اړوند د طرحې خبر ورکوي.
د ښاغلي سالک په وینا، د دې طرحې پر بنسټ؛ د خوراکي توکو بیه به هم ټیټه شي.
د اسلام دین له نظره د احتکار حکم څه دی؟
د افغانستان د عالمانو شورا یو غړی، قاسم حلیمي وایي چې د اسلام له پلوه احتکار حرام دی او سوداګر باید په داشان شرایطو کې ګران پلورنه ونکړي.
ښاغلی حلیمي زیاتوي: له احتکار څخه ډډه وکړئ. له خلکو سره مرسته او همکاري وکړئ. احتکار حرام دی او هغه مال چې له دې ترلاسه کیږي، حرام وي.
د اوړو، وریجو او غوړیو په ګډون د خوراکي توکو بیې وروسته له هغه لوړې شوې چې یو شمیر هیوادونو د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې.
د مالیې وزارت هم د دې پخلی وکړ چې تراوسه په تورخم، سبین بولدک او شیرخان بندر کې راکړه ورکړه بنده ده.