په بامیان ښار کې د دوو چاودنو له امله څه د پاسه اویه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ګزارشونو پر بنست لومړې چاودنه تیر ماښام (د لیندۍ ۵) د پوهنتون مخکینې کوڅې ته څیرمه او دویمه چاودنه د بامیان په بازار کې د یو هټې پر وړاندې شوې ده چې په پایله کې پڼځلس تنه مړه او ۶۰ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې دا چاودنې له غبرګونونو سره مخ شوي دي.
ولسمشرۍ مانۍ د دې پیښې په غندلو سره وویل چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو سره سم ملکي وګړي په نښه کوي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا برید غندلی او هغه یې د هیواد د سولې او ارامې پر وړاندې دسیسه بولي.
د دې چاودنې پړه تراوسه کومې ډلې په غاړه نده نیولی.
طالبانو هم اعلان کړې چې دا پیښه له دې ډلې سره هیڅ تړاو نه لري.
دا چاودنه د هیواد ترټولو خوندي ولایت بامیان کې بې ساری دی.