1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بامیان کې د فول رزم سیالیو پنځم پړاو ترسره شو

۲۰۲۰۰۹۱۱_۱۷۰۲۱۳-768x441-1
13 Sep 2020

د فول رزم  پنځم پړاو سیالۍ د هیواد له ۲۱ ولایتونو څخه د ۲۰۰   ورزشکاره نجونو او هلکانو په حضور سره د بامیان د بند امیر په ملي پارک کې  د دوو ورځو لپاره په لاره واچول شوې.

په دې سیالیو کې لوبغاړو په دو برخو آزادو او حرفه یې برخو کې سیالۍ وکړې چې په لومړۍ ورځ یې ورزشکاره نجونو له بلخ،هرات او کندهار ولایتونو څخه سره سیالۍ وکړې.

د هیواد د فول رزم فدراسیون پازوال، د دې لوبو د ترسره کیدو موخه د ورزشکاره نجونو هڅونه او د دې ورزشې څانګې وده بولي.

د دې فدراسیون د مشر په وینا، دا سیالۍ د جمعې او پیلنۍ په ورځو کې ترسره شوې او د دې لوبغاړو له منځه، غوره لوبغاړي له هیواده بهر سیالیو لپاره غوره کیږي.