په بدخشان کې د ځوانانو لپاره د اوزګارتیا له ډیروالي او د هغه د ناوړه پایلې په اړه اندیښنې.
یو شمیر ځوانانو په دې ولایت اوزګارتیا یوه جدي ستونزه په ګوته کوي او له حکومت څخه غواړي چې د دې ستونزې د هوارې لپاره ګټه ورې برنامې په لاس ونیسي.
د بدخشان ولایتي شورا هم د دې ستونزې څخه په اندیښنې سره ټینګار کوي چې دا ستونزه د دې لامل شوی ترڅو یو شمیر ځوانان د وسله والو ډلو لیکو سره یو ځای شي.
د بدخشان سیمه ییز پازوال د ځوانانو د غیرقانوني ګډوالې یو لامل هم اوزګارتیا بولي او هغوې ته د کاري زمینو د برابریدو لپاره د خپل هڅو خبر ورکوي.
له دې ټولو سره د بدخشان یو شمیر اوسیدونکي هیښتیا ورکوي په داسې حال کې چې د حکومت له لوري د کاري زمنیو برابرولو لپاره ګټه ورې برنامې په لاس ونه نیول شي، ډیرې ځوانان به هیواد پریږدي.