1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بدخشان کې د طالبانو تش په نوم والي ووژل شو

01
07 Sep 2019

د بدخشان لپاره د طالبانو تش په نوم والی قاری فصیح الدین وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د طالبانو دا خطرناکه کس په یوه هوایې برید کې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د یوه بل خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت همدا شان د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو یو مشهوره قوماندان شیر لالا آخند له وژل کیدو هم خبر ورکوي او ویلي دي چې د دې ولسوالۍ له یو شمیر برخو د طالبانو په شا تمبولو په موخه عملیات دوام لري.

طالبانو تر اوسه د دې دو کلیدی کسانو د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي