د بدخشان پولیس د دې ولایت په پنج سیند کې د یوه موټر له ډوبیدو خبر ورکوي.
د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وايي چې نن سهار د اته نیمو بجو په شاوخوا کې یو لندکروزر ډوله موټر چې له مایمۍ ولسوالۍ څخه د فیض آباد ښار په لور روان وو د مایمۍ ولسوالۍ ریګ روان سیمه کې له واټ څخه وتی او په یوه سیند کې لویدلی دی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ سورلۍ یې په پنج سیند کې ډوب شوي چې لا هم تریتم دي.
ښاغلی نظري زیاتوي چې په دې موټر کې په ټوله کې ۱۲ سورلۍ وې چې ۴ تنه یې ژغورل شوي او د نورو کسانو د موندلو لپاره هم هڅې دوام لري.