د پولیسو، کمانډو او ملي اردو ځانګړو ځواکونو تیره شپه په بغلان اوکندز ولایتونو کې د طالبانو له بندخونې ۴۷ ملکي کسان خوشي کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي،چې په بغلان کې د طالبانو له یوې بندخونې د اردو ۷ سرتیري، د پولیسو ۷ سرتیري،د ملي امنیت دری ځواکونه او ۱۷ملکي کسان راخلاص شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي،چې دا کسان تیره شپه ناوخته په دی ولایت کې د طالبانو پریوې بندخونې د ځانګړې عملیات په پایله کې خوشي شول.
له بلي خوا د ۲۱۷ پامیر قول اردو پازوال وایی،چې ملي اردو او کمانډو ځواکونو تیره شپه ،د یوه موخه لرونکي عملیات په پایله کې د کندز په آقتاش ولسوالۍ کې دطالبانو له یوی بندخونې ۱۳ ملکي کسان خوشي کړي دي .
وړاندی له دی په فاریاب ولایت کې هم د افغانستان د پوځ د کمانډو ځواکونو د خانګړو عملیاتو په پایله کې د طالبانو له یوی بندخونې ۸۳ تنه ملکي کسان خوشي کړل شوي وو.
دا په داسي حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د یوی سرچینې پربنسټ افغان حکومت دهغه شمیر بندیانو له منځه چې د اختر په مناسبت یی ولسمشر د خوشي کولو سپارښتنه کړی وه په لسګونه بندیان له بندخونو خوشي کړي دي.
آرزو خبري سایټ – وحیده لوراند///