1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بغلان کې د طالبانو د خوځښتونو ډیروالی؛ ۱۶ پوځیانو ژوند له لاسه ورکړی

4A2AD4F6-1C19-4080-BE19-A293BEFEE3D6_w1200_r1
14 Oct 2020

سیمه ییزو سرچینو ویلي، طالب جنګیالیو، د دې ولایت د ګذرګاه نور ولسوالۍ د امنیتي سرتیرو په ګڼو بوستو بریدونه کړي او د نښتو په پایله کې، لږ تر لږ ۱۶ پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

طالبانو په وروستیو ورځو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې خپل بریدونه ډير کړي دي.

که څه هم له څلورو ورځو راپدیخوا په هلمند کې د افغان پوځیانو او طالب جنګیالیو ترمنځ سخته نښته روانه ده؛ دې ډلې پرون شپه (درې نۍ)، د بغلان د ګذرګاه نور په ولسوالۍ هم خپل یرغلیز بریدونه پیل کړي دي.

سیمه ییزو سرچینو آرزو ټلویزیون ته ویلي، دې ډلې پرون شپه په دې ولسوالۍ کې د امنیتي سرتیرو په ګڼو اډو بریدونه کړي چې په پایله کې یې، شپاړلس پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې لس یې پولیس او شپږ یې د پوځ سرتیري دي.

د بغلان د ولایتي شورا مشر، صفدر محسني هم آرزو ټلویزیون ته په دې ولسوالۍ د طالبانو د یرغلیزو بریدونو پخلی کوي؛ خو وایي چې په دې پيښه کې لږ تر لږه ۱۴ پولیس او پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د بغلان د پولیسو ویاند، احمدجاوید بشارت، که څه هم په دې ولسوالۍ د طالبانو د یرغلیزو بریدونو پخلی کوي، خو وایي چې یواځې شپږ دولتي پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان دي.

ښاغلی بشارت همداراز طالبانو ته د درندې مرګ ژوبلې د اوښتو خبر کوي او وایي چې په دې نښټو کې د دې ډلې ۲۵ جنګیالي وژل شوي دي.

له بلې خوا، یو شمیر سیمه ییزو سرچینو ویلي چې د طالبانو د بریدونو د غځیدو په لړ کې، د دې ولایت په ډيریدو سیمو کې د مخابراتي شبکو فعالیت هم شلیدلی دی.

سیمه ییز پازوال تراوسه په دې تړاو څه ندي ویلي.

خو د دوحې د خبرو له دوام سره هم مهاله د طالبانو د بریدونو ډیریدو، هیوادوال د دې بهیر په تړاو اندیښمن کړي او د بغلان اوسیدونکي ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو د مخنیوي لپاره د جګړې د دریدو غوښتنه لري.

طالبانو په داسې حال کې په بغلان خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې تیره اوونۍ، سترو امنیتي چارواکو شمال ختیځو ولایتونو ته خپل سفر کې، په دې زون کې امنیتي ننګونو ته په رسیدنې ټینګار وکړ.