د بغلان – سمنګان په لویه لار له طالبانو سره په نښتو کې اوه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
د بغلان والي ویاند نذیر نجم وايي چې طالب جنګیالیو تیره ورځ (چنګاښ ۲۱/جولاۍ۱۱) د بغلان ولایت د چشمه شیر په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کتار برید وکړ.
ښاغلي نجم زیاته کړه چې په دې نښته کې د امنیتي ځواکونو دوه هاموې موټر چې د دهنه غوري ولسوالۍ څخه د باغ شمال سیمې ته د مرستو په موخه روان وو د واټ تر غاړې ماین چاودنې سره مخ شو.
خو د بغلان والي ویاند په دې اړه چې په دې نښته کې څومره کسان مړه او یا ټپیان شوي مالومات نه ورکوي.