1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بغلان کې د ماین پاکوونکو وژنه؛ ملګرو ملتونو د څیړنو غوښتنه وکړه

ماین-پاکی
09 Jun 2021

د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله مرستو د همغږۍ دفتر د هالوټرسټ ماین پاکۍ دفتر د کارکوونکو د وژل کیدو په غبرګون کې، په دې برخه کې د بیړنۍ څیړنې غوښتنه کړې.

 

د تیرې شپې یولس بجې او دیرش دقیقې مهال (درې نۍ، غبرګولي اتلسمه)، نقاب پوښه وسله والو د مرکزي بغلان شیخ جلال کلي کې د ماین پاکولو په یوه کمپ برید کړی دی.

په دې کمپ کې له سلو ډيرو کارکوونکو حضور درلود.

د پيښې یو شاهد وایي چې وسله والو کسانو لومړی د دې دفتر د کارکوونکو توکي راټول او وروسته یې پرې ډزې کړې دي.

د پغلان پولیس دا پيښه د طالبانو کار بولي؛ د بغلان د پولیسو ویاند، احمدجاوید بشارت ټینګار لري چې په دې پيښه کې لږ تر لږه لسو ماین پاکوونکو ژوند بایللی او شپاړلس تنه ټپیان شوي دي.

په بغلان کې د ماین پاکونې په کارکوونکو برید، له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا)، د ماین پاکونې په کارکوونکو د برید غندلو سره، په دې برخه کې د بشپړو څیړنو او د عاملینو د محاکمه کیدو غوښتنه کړې ده.

د دې بنسټ په اعلانپاڼه کې راغلي دي: “رغنده نده، هغه سازمان چې د ماین او نورو چاویدونکو توکو د پاکولو او د خلکو د ښه ژوند لپاره کار کوي، موخه وګرځیږي. مرسته رسوونکي کارګران او بشرپاله بنسټونه د نړیوالو بشرپاله قوانینو له مخې د ملاتړ برخه من دي. مونږ د بشپړې څیړنې غوښتونکي یو چې دا ډاډ ترلاسه شي چې سرغړاوونکي کسان ځواب ویلو ته مکلفه او محاکمې ته وکاږل شي.”

له دې سره هم مهاله، په کابل کې د امریکا سفارت د ماین پاکۍ د کارکوونکو وژنه وحشتناکه بللې او د دې پيښې د بیړنۍ څیړنې غوښتنه یې کړې.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوې اعلانپاڼه کې په بغلان ولایت کې د هالو ټرسټ ماین پاکۍ دفتر د کارکوونکو وژنه غندلې او دا یې د طالبانو کار بللی دی.

د ارګ په اعلانپاڼه کې راغلي: “د طالبانو ډلې د خپلو جنایتونو پر دوام، تیره شپه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې په دفتر باندې د ترهګریز برید په پایله کې، د دې بنسټ یو شمیر کارکوونکي شهید او ټپیان کړي دي. “

خو طالبانو د دې برید پړه پرغاړه نده اخیستې.