1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بغلان کې د ۳۰ طالب جنګیالیو مړه او ټپي کیدل

5-1
26 Sep 2020

د بغلان پولیس د ۳۰ وسله والو طالبانو له مړه او ټپي کیدو خبر ورکوي.

د بغلان د پولیس مشرۍ ویاند احمدجاوید بشارت وایي وسله والو طالبانو په تیرو ۲۴ ګړیو کې د دې ولایت پر مرکزي بغلان،دهنه غوري او خوست ولسوالیو یرغلیز بریدونه ترسره کړل چې په دې نښته کې ۲۰ وسله وال طالبان مړه او لس نورټپیان شوي دي.

ښاغلي بشارت زیاته کړه چې په دې نښته کې یوه امنیتي سرتیري هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.