درییو امنیتي ځواکونو په بغلان کې د موټربمب په یوې چاودنه کې ژوند بایلود.
د ۲۱۷ پامیرقول اردو ویاند عبدالهادي نظري وايي چې نن سهار له چاودیدونکو تکو یو ډک موټر د باغ شمال بیز ته څیرمه د امنیتي ځواکونو له لوري تر پیژندنې وروسته په نښه او موخې ته له رسیدو وړاندې یې چاودنه وکړه.
د دې قول اردو د ویاند په وینان د دې چاودنې د شدت له کبله درییو امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ښاغلی نظري همدا شان ټینګار کوي چې په دې پیښه کې درې نور امنیتي سرتیري ټپیان شوي او د ملکي کسانو استوګنیزو کورونو ته یې هم ډير زیان رسولی دی.
د طالبانو ډلې د دې چاودنې پړه پر غاړه اخیستې او ادعا یې کړې ده چې په دې پیښه کې یې ۵۰ امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې.