1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بغلان کې موټربم چاودنه، څلور تنو ژوند بایللی او ۲۸ نور ټپیان دي

1111111
01 Jun 2021

د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ امنې قوماندانۍ لومړي قراول پر وړاندې موټربم چاودنې په پایله کې څلور تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د پولیس مشرۍ ویاند جاوید بشارت وايي چې لومړی د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ د موټربم چاودنې موخه وګرځيده او وروسته بیا طالب جنګیالي له امنیتي ځواکونو سره په نښته شول.

ښاغلی بشارت زیاتوي چې په دې پیښه کې د یوه پوځي په ګډون ۴ تنو ژوند بایللی او د ۸ پوځيانو په ګډون ۲۸ تنه نور ټپیان دي.

د ښاغلي بشارت په وینا د دې موټربم چاودنې له کبله ولسي کسانو ته پراخ مالي تاوانونه هم اوښتي دي.

له بلې خوا سیمه ییزې سرچینې آرزو ټلویزیون ته وايي چې په دې چاودنه کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان هم ټپي شوی دی.