1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بغلان کې څه باندې ۳۰ کسان د طالبانو له بندخونې خوشې شول

c67d0215-1da3-4675-a291-cb85f4267a31-1
28 Jan 2021

د ملي دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د طالبانو له بندخونې د ۱۲ امنیتي ځواکونو په ګډون د ۳۲ تنو له خوشې کیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت د خبرپاڼې پربنسټ د بغلان ډنډشهاب الدین په اړوندو سیمو کې د طالبانو پر یوې بندخونې د کمانډو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۲ امنیتي ځواکونو په ګډون ۳۲ تنه خوشې کړای شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې درې طالب جنګیالي هم نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.