1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ،فاریاب او کندهار ولایتونو کې ۵۰ وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي

نل
26 Dec 2020

پوځ  د هیواد په یوشمیر ولایتونو کې وسله وال طالبانو له درندې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بلخ ولایت په شولګر،چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې په درییو هوایي بریدونو کې د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون د دې ډلې ۲۶ غړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په کمین کې ۱۳  وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د څلورو وسله والو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  دا جګړه مار هغه مهال د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول چې په پنجوايي ولسوالۍ کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید هوډ درولود.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.