د عامې روغتیا وزارت په بلخ، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې د کرونا ویروس د درېیو نویو مثبتو پیښو خبر ورکوي.
د دې وزارت پازوال وایي چې د دې درییو مثبتو پیښو له ثبت سره، په هیواد کې د کوید ۱۹ ویروس د مثبتو پیښو ټولیز شمیر لسو پیښو ته رسیږي.
اوس مهال په هرات ولایت کې د کرونا پنځه مثبتې پیښې، په سمنګان ولایت کې درې پیښې، په کاپیسا کې یوه پیښه او یوه بله مثبته پیښه هم په بلخ ولایت کې ثبت شوې ده.
له بلې خوا په تازه ګې سره په سمنګان ولایت کې په کرونا ویروس پنځه څلوویښت شکمن کسان قرنطین شوي.
د دې ولایت څخه د ګزارشونو پر بنسټ، د سمنګان د عامې روغتیا ریاست په کرونا ویروس دا شکمن اخته کسان د دې ولایت په دوه ولسوالۍ کې قرنطین کړي دي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت پازوال ټینګار کوي چې تر اوسه د دې وزارت په لابراتوارو نو کې ۱۸۱ شکمنې پیښې آزمایل شوي دي چې د ۱۰ نمونو نتایج مثبت او په دایکندي، پروان او پکتیکا ولایتونو په ګډون ۱۷۱ پيښې منفي دي او ۵۲ نورې شکمنې نمونې هم د لابراتوار د څیړنې لاندی دي چې پایله به یې ډیر ژر له رسنیو سره شریکی شي.