په تخار ولایت کې د امنیتي ځواکونو په یرغلیزو بریدونو کې،۱۹ ولسي پاڅون کونکو ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د تخار د والي ویاند جواد هجري وایي چې وسله والو طالبانو تیره شپه نا وخته د دې ولایت د خواجه غار ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ برید وکړ چې په پایله کې ۱۹ ولسي پاڅون کونکو ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د خواجه غار ولسوال محمدعمر وایي چې طالبانو د امنیتي ځواکونو ټول تجهیزات له ځانه سره وړي دي.
له بلې خوا په بلخ ولایت کې هم د طالبانو په برید کې ۹ امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بلخ د پولیس مشرۍ ویاند عادل شاه عادل د دې خبر په پخلي سره وایي چې طالبانو تیره شبه د بلخ ولایت پر شولګرې ولسوالۍ برید کړی چې په دې پیښه کې ۹ پولیس او ولسي پاڅون کونکو ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمیر ولسي کسان هم ټپیان شوي دي.
ښاغلی عادل همداشان د طالبانو د یوه مهم قوماندان په ګډون د دې ډلې د پنځو غړو له وژلو خبر ورکوي.