1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ او جوزجان کې د نږدې ۳۰ وسله والو طالبانو مړینه

ممممممممم
24 Jul 2021

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د ۲۹ وسله والو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکوي.

د دې قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په ینګي قعلې کلي کې د طالبانو په یوه پټن ځای د هوایي عملیاتو په پایله کې لس طالب جنګیالي مړه او پنځه تنه نور هم ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د جوزجان ولایت په اړوندو کې د امنیتي ځواکونو له لوري د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۰ وسله والو طالبان هم مړه او ۱۵ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې همداشان راغلي چې په دې عملیاتو کې یو هاموي،درې موټر،شپږ موټرسایکل تو د طالبانو دوه پټن ځایونه هم له منځه تللي دي.

خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.