په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې راټولیدنې د هوايي ځواکونو په تیره ورځ عملیاتو کې د دې ډلې ۱۴ غړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
له بلې خوا د سمنګان د پولیس مشرۍ ویاند منیر رحیمي وايي چې طالبانو تیره شپه د دې ولایت پر حضرت سلطان ولسوالۍ یرغلیز بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ او په شا وتمبول شول.
د ښاغلي رحیمي په وینا په دې نښته کې اته طالب جنګیالي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي او د دې ډلې یوشمیر وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته لویدلې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې له دې یې د دې دوو ولسوالیو له ولکه کولو خبر ورکړی وو.