1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ ولایت کې یو کس د خپلې میرمنې له لوري ووژل شو

01-1-1536x864 (1)
12 Dec 2020

د بلخ پولیسو په مزارشریف ښار کې د یوه کس د وژل کیدو په تړاو د درییو تنو له نیولو خبر ورکوي.

د بلخ د پولیسو مشر سیدمعراج الدین سادات وایي چې نږدې یوه میاشت مخکې یوې کورنۍ ادعا وکړه چې ورور یې د سړي تښتونکو له لوري برمته شوی دی، خو له څیړنو وروسته روښانه شوه چې د دې کس میرمنې له خپل زوی او یوه بل کس سره په همکارۍ هغه وژلی دی.

د وژل شوي کس میرمن وايي چې د خپل خاوند له لوري د تاوتریخوالو له کبله یې په دې کار لاس وهلی دی.

ښاغلي سادات زیاته کړه چې د دې کس د زوی په ګډون دوه نور کسان هم د دې پیښې په تړاو نیول شوي دي او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

په وروستیو میاشتو کې په مزارشریف ښار کې د جنایي جرمونو لوړیدو له کبله اندیښنې ډیرې شوې دي خو امنیتي پازوال بیا په دې ولایت کې د جنایي پیښو کمیدو لپاره له هڅو خبر ورکوي.