1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ ولسوالۍ کې د موټربمب چاودنې تازه جزییات

aaa
25 Aug 2020

د لومړنیو ګزارشونو پر بنسټ، په بلخ ولسوالۍ کې د موټربمب چاودنې په پایله کې درې تنه (یو پوځي او دوه عام وګړي) مړه او ۳۵ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د چاودیدونکو توکو څخه ډګ یو مازدا ډوله موتر، نن سهار ۹  بجې د کمانډو ځواکونو د یوې پوستې پر وړاندې چاودنه کړې ده.

د دې قول اردو قومندان زیاتوي چې په دې پيښه کې د کمانډو شپږ ځواکونه ټپیان شوي او یو بل کس هم وژل شوی دی، خو ډیره مرګ ژوبله عام وګړو ته اوښتې ده.

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې مني چې په دې پيښه کې ۲ عام وګړې او یو پوځي کس مړ او ۳۵ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

د دې پيښې پړه هم طالبانو پر خپل غاړه نیولې ده.