1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ ولسوالۍ کې موټربمب چاودنه؛ څلور تنه وژل شوي او ۵۰ تنه ټپیان دي

196332652_4139424076141715_3556823743848268635_n
06 Jun 2021

نن غرمه مهال، د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ د درندې چاودنې شاهده وه؛ دا چاودنه دومره زوروره وه چې د دې ولسوالۍ د پولیس مشرۍ د ودانۍ ترڅنګ یې د شاوخوا ودانیو ته هم جدي تاوان رسولی او له پوځیانو او ملکي وګړو یې قربانۍ اخیستې دي.

د بلخ د ولایتي شورا مشر، محمدافضل حدید وایي چې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د پولیس مشرۍ ودانۍ پر وړاندې په نننۍ موټربمب چاودنه کې، څلور تنه وژل شوي او ۵۰ تنه هم ټپیان دي، خو سیمه ییز پازوال د درې تنو وژل کیدل او د اتلسو تنو ټپي کیدو پخلی کوي.

محمد علي، د دې پيښې له ټپیانو دی، هغه وایي چې د قربانیانو د شمیر د ډیریدو اټکل کیږي. هغه زیاته کړه: “ډیر کسان ټپیان شوي، ځکه زما ترڅنګ هیڅ چپرکت بیکاره نه وو.”

له څو اونیو راپدیخوا، په یو شمیر ولسوالیو د طالبانو یرغلیز بریدونه ډیر شوي دی؛ هغه بریدونه چې له مخکې سازمان شوې بلل کیږي.

د مشرانو جرګې یو شمیر غړي هم هیښتیا ورکوي چې روان حالت ته د حکومت د نه پاملرنې د دوم په صورت کې به، په هیواد کې ناورین رامنځته شي.

د مشرانو جرګې غړی، رحمت الله اڅکزی وایي: “دا دوه درې اونۍ، ډیرې جدي دي، د افغانستان حالت له بد څخه بدتره شوی، که دولت دې حالت ته پاملرنه ونکړي، زما په نظر ډیریو ولسوالیو کې به ناورین رامنځته شي.”

د بغلان، تخار، فاریاب، بلخ، هرات، بادغیس، غور، لغمان، غزني، میدان وردګ، هلمند او کندهار ولایتونه په وروستیو اونیو کې د افغان پوځیانو او طالبانو ډلې ترمنځ د سختو جګړو شاهدان پاتې شوي؛ هغه نښتې چې د امنیتي او دفاعي بنسټونو په وینا د پوځیانو ترڅنګ، طالب جنګیالیو ته هم درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.