1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ کې اته ولسي کسان د واټ تر غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي

civilians
02 Sep 2019

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د واټ تر غاړې ماین چاودنه کې ۸ ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بلخ سیمه ییز پازوال وایې چې دا پیښه تیره ورځ (د وږدې په لسمه/دسپټمبر ۱)رامنځته شوې چې په پایله کې د یوې ښځې په ګډون اته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بلخ د ولایتي شورا غړی عبدالله مسرور وایې چې طالبانو د ښارونو تر ورونو رسیدلي خو دولت د لاسه تلو سیمو بیرته نیولو لپاره هیڅ راز خپرونه نه لري.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایې بیا په بلخ ولایت کې امنیتي حالت د اندیښنې وړ نه بولي.

ښاغلی رضایې وایې چې اوس مهال د دې ولایت په نا امنو برخو کې درې پوځي عملیاتونه د وسله والو طالبانو پر وړاندی روان دي او په تیرو لسو ورځو کې د دې ډلې ۴۰۰ جګړه مار مړه او ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ د کندزترڅنګ،اوس مهال د هیواد په شمال او شمال ختیځ د بلخ،جوزجان،فاریاب،بغلان او بدخشان ولایتونو په ډیریو ولسوالیو کې د طالبانو او دولتی ځواکونو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي