د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې مناسبې اوبه او هوا او له کرنیزو آفتونو سره مبارزه، د دې لامل شوې چې په بلخ کې سږکال د انګورو حاصلاتو کې ډیروالی راشي.
د دې بنسټ مشر همداراز ټینګار لري چې تیر کال د ناروغیو او آفاتو له کبله، د انګورو پیداوارو کې ۲۰ سلنه لږوالی راغلی وو خو سږکال تمه کیږي چې ۶۰زره مټرین ټنه انګور بازار ته وړاندې شي.
په بلخ کې د انګورو د حاصلاتو ډیریدو، میوه پلورونکي هم خوښ کړي، خو دوی وایي چې د اقتصادي او امنیتي ستونزو له کبله، د تازه میوو او په ځانګړې توګه د انګورو بازار کمرنګه دی.
په همدې حال کې د کرنې اداره په بلخ کې د انګورو د تولیداتو د ودې او د بازار د غوړیدا په تړاو وایي چې دا اداره د بودیجې له کمښت سره مخامخه ده او ترڅنګ یې امنیتي ستونزو هم د دوی چارې ټکنې کړې دي.
د دې ادارې مشر بیا ټینګار لري چې کروندګرو او بڼ لرونکو ته د سلا ورکولو او لارښونې چوپړتیاوې دوام لري.
اوس مهال په بلخ کې په ۳۵۰۰هکتاره ځمکه کې د انګورو بڼونه دي او په کې ۲۵ ډوله انګور روزل کیږي.