افغان-اوزبیک لومړنی هغه بازار دی چې نن (یوه نۍ، مرغومي۲۸)، په مزارشریف کې د اوزبیکستان د تولیداتو او لاسي رغاوو د پلور په موخه پرانیستل شو.
په بلخ کې د اوزبیکستان سرکنسول، جعفر فتایوف د دې دایمي بازار د پرانیستې په مراسمو کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
هغه وویل چې په نږدې راتلونکي کې، دا ډول بازارونه به د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم جوړ کړای شي.
له بلې خوا، د بلخ د کانونو او صنایعو خونه د دې ګام د هرکلي او ستاینې ترڅنګ، د افغانستان او اوزبیکستان او نورو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراخیدو غوښتنه وکړه.
د بلخ د کانونو او صنایعو خونې مشر، محمد یاسین اکبري همداراز په اوزبیکستان کې د افغانستان د سوداګریزو توکو او محصولاتو د نندارتون د پرانیستو غوښتونکی شو.
یو شمیر سوداګر د دې ګام ستاینې ترڅنګ، د دې بازار جوړیدل، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په ښو کیدو او اقتصادي ودې په برخه کې مهم ارزوي.
د یادونې ده چې؛ په وروستیو کلونو کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ په بیلابیلو برخو او په ځانګړې توګه اقتصادي برخه کې همکارۍ د پام وړ ډیرې شوې دي.