1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ کې د بادام د حاصلاتو ۳۰ سلنه ډیروالی

211-1-1536x864
26 Jul 2020

د بلخ د کرنې ریاست پازوال وایي چې په روان لمریز کال کې، په دې ولایت کې د بادامو پیداوار نږدې ۴۰۰ مټریک ټنو ته رسیږي.

 

د بلخ د کرنې او اوبو لګوول مشر، محمد سالم ساعي آرزو ټلویزیون ته وایي چې د روان لمریز کال پرمهال، په دې ولایت کې د بادامو پیداوار، ۳۰ سلنه ډیروالی ښيي.

د ښاغلي ساعي په وینا، د اوبو او هوا مناسبوالی او د اورښتونو دوام د دې لامل شوی چې په بلخ کې د دې وچې میوې پیداوار د تیر کال په پرتله د پام وړ ډیروالی ولري.

په همدې حال کې، که څه هم د وچو میوو یو شمیر سوداګر د بادامو د پیداوارو له ډيریدو خوښي ښيي، خو د پلور بازارونه د قناعت وړ نه بولي.

محمد کاظم د وچو میوو یو پلورونکی دی، دی وایي: د وچو میوو او په ځانګړې توګه د بادامو حاصالات، سږکال ښه دي. خو بازار نلرو. پلور مو د تیرو کلونو په څیر ندی.

د وچو میوو د سوداګرو په باور؛ د کورني بازار د نشتون ترڅنګ، د کرونا ویروس له کبله د پولو تړلي پاتې کیدو، سږکال د وچو میوو صادارات لږ کړي او پر بیو یې هم منفي اغیزه لرلې ده.

د بلخ سیمه ییز حکومت هم د کورنیو محصولاتو په پلور کې کمښت مني.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ مشر، شیراحمد سپاهي زاده وویل؛ د وچو میوو لپاره د بهرنیو بازارموندنې د زمینې د برابرولو او د دې پیداوارو د صادراتو د بیا پیل لپاره هڅې روانې دي. 

د ګزارشونو پر بنسټ؛ اوس مهال په بلخ ولایت کې اته زره هکتاره ځمکه د بادامو بڼونو ته ځانګړې شوې چې په کال کې یې د تولید کچه، څلورسوه مټریک ټنو ته رسیږي.

هر کال د بلخ ولایت له دولت آباد، کلدار، خلم، نهرشاهي، دهدادي، چهاربولک او چمتال ولسوالیو څخه ۱۱۰ ډوله بادام ترلاسه کیږي.