1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ کې د تښتول شوي ماشوم د خوشې کیدو لپاره اعتراضونه

اعتراض
20 Dec 2020

د عبدالرووف خپلوان وایي، د ۵۵ ورځو تیریدو سره، سیمه ییزې ادارې تراوسه هیڅ کار ندی کړی؛ رحمت الله نبیل د تښتوونکو له منګولو د عبدالرووف د خوشې کیدو لپاره د لا ډیرو حق غوښتنو غوښتونکی دی.

 

د نهه کلن عبدالرووف د خپلوانو له لورې د  اعتصاب او اعتراض پر دوام چې له ۵۵ ورځو راپدیخوا د تښتوونکو په منګولو کی دی، رحمت الله نبیل له اعتراض کوونکو سره د همغږۍ لپاره، نن (یوه نۍ، لیندۍ۳۰)، مزارشریف ته راغی.

ښاغلي نبیل له هیوادوالو وغوښتل چې د تښتوونکو له منګولو د دې ماشوم د خوشې کیدو لپاره، خپلې حق غوښتنې ډیرې کړي.

هغه همداراز له امنیتي بنسټونو وغوښتل چې د دې ماشوم د خوشې کیدو لپاره لا ډيرې هڅې وکړي.

رحمت الله نبیل، د ملي امنیت پخوانی مشر

ظاهراْ د ښاغلي نبیل دا غوښتنه د بلخ د سیمه ییزو چارواکو له غبرګون سره مخامخ شوې.

د بلخ ولایت مالي او اداري مرستیال، غلام فاروق خپلواک له سیاسیونو وغوښتل چې له دې پيښې د سیاسي ګټنې هڅه ونکړي.

ښاغلي خپلواک همداراز وویل چې مرکزي حکومت د دې پيښې د جدي پلټنې سپارښتنه کړې او د بلخ سیمه ییزه اداره هم په دې پيښه کې ځینې پرمختګونه لري.

خو د دې ماشوم کورنۍ او خپلوان چې له یوې میاشتې راپدیخوا د ولایت مقام د ودانۍ پر وړاندې یې د تحصن کیږدۍ ایښې، وایي چې تراوسه د عبدالرووف له خوشې کیدو خبر نشته.

د عبدالرووف پلار، محمد نبي د دی د زوی د خوشې کولو او د عاملینو د پيژندنې اړوند د امنیتي بنسټونو کړنې د پوښتنې وړ بولي.

په دې وروستیو کې په بلخ ولایت کې جنایي جرمونه او سړي تښتونې په کمسارې توګه ډیرې شوې دي.