| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په بلخ کې د جن و پرس د شرکت د فعالیت بیا پیلیدل
14 May 2020
دا شرکت چې د اوزبیکستان هیواد په مرسته بیا فعاله شو، به ورځ کې د اته ټنه غوړیدو د تولید وړتیا لري.
جن و پرس یا په بلخ کې د غوریو د تولید دولتي شرکت د څو کلونو کاري ځنډ وروسته، اوس د اوزبیکستان هیواد له لورې مرسته شویو څلورو نویو ماشینونو سره خپلې چارې پیل کړې.
دا کارخونه، اوس په ورځ کې د اته ټنه غوړیو د تولید وړتیا لري.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر وایي چې دا کارخونه د افغانستان حکومت او اوزبیکستان د هڅو په پایله کې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګڼو هوکړه لیکونو د لاسلیک وروسته پرانیستل شوه.

د مالیې وزارت واکپال، عبدالهادي ارغندیوال هم په بلخ کې د دې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د جن و پرس د فعالیت بیا پیلیدل، په هیواد کې د غوړیو د تولید له پلوه د ځان بسیاینې زیرې له ځانه سره لري.
ښاغلي ارغندیوال زیاته کړه چې تمه ده په نږدې راتلونکي کې د دې تصدۍ تولیدات، په ورځ کې ۱۵۰ ټنه ته لوړ شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال، حشمت الله غفوري هم د غوړیو د تولید د دې کارخونې له بیا پرانیستل کیدو خوښي ښيي. ښاغلي غفوري زیاته کړه چې د دې کارخونې فعالیت پراخیدو سره به د نباتي غوړیدو له پلوه د خلکو ۵۰ سلنه اړتیاوې هوارې شي.
په کابل کې د اوزبیکستان سفیر، یادګار خواجه شادمانوف د دې کارخونې په پرانیست غونډه کې وویل چې هیواد یې دې کارخونې ته د لا ډیرو تجهیزتو د لاسرسي په برخه کې ژمن دی. هغه همداشان د کندز د جن و پرس د فعالیدو لپاره د خپل هیواد د هڅو خبر ورکړ.
د اوزبیکستان دولت همداراز په افغانستان کې د خوراکي تولیداتو د ودې په برخه کې د همکارۍ ډاډ سپارلی دی.
په بلخ کې د غوړیو د تولید کارخونې د تولید ترڅنګ، په کندز او هلمند ولایتونو کې هم د پنبې د تولید لوړې کچې ته په کتو سره، نیم پیړۍ وړاندې جوړې شوې او د سل ټنه غوړیو تولید سره یې، د سیمې په کچه ښه ځای درلود.
خو د جګړو دوام، د نورو شرکتونو په څیر، دا کارخونې هم زیانمنې کړې وې او چارې یې په ټپه دریدلې وې.
