1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ کې د خټکیو او هندوانو پیداوار لس سلنه ډير شوي

د خټکیو او هندوانو پیداوار
06 Jul 2021

د بلخ د کرنې اداره په دې  ولایت کې د خټکیو او هندوانو د پیداوارو له لس سلنې ډيریدو خبر ورکوي.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست واکپال حاجي فاروق وايي چې د دې ادارې د څيړنو پر بنسټ په روان کال کې ۳۴ هکتاره ځمکه د خټکیو او هندوانو کښت ته ځانګړې شوې او د دې دوو میوو پیداوار هم د تیر کال په پرتله لس سلنه ډيروالی ښيي.

په همدې حال کې یو شمیر کروندګر وايي چې د جګړو ډيریدو او په لویو لارو کې د امنیتي ستونزو له کبله نشي کولی خپل پیداوار د هیواد نورو برخو ته ولیږدوي او اړ دي ترڅو په دننه ولایت کې یې په ټیټه بیه وپلوري.

له بلې خوا د بلخ د کرنې ادارې پازوال کرنیزو توکو ته د بازار موندنې په موخه له هڅو خبر ورکوي.

دا اداره همدا شان د کرنیزو توکو نندارتون په ترسره کیدو هم ټینګار لري.

نا کراریو د نورو سکټورونو ترڅنګ، کرنیز سکټور ته هم سخت زیان رسولی دی، یو شمیر کروندګر وايي چې له همدې کبله آن یو شمیر ځمکې یې هم له کښت څخه پاتې دي او موسمي میوې هم په ډير زیار سر تر لاسه کوي، د جګړو له کبله په ټیټه بیه پلوري.