د نهرشاهي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د دې ډلې له څو نورو کلیدي غړو سره ووژل شو.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د خبرپاڼې پر بنسټ وسله والو طالبانو د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ لپاره تش په نوم ولسوال په فاتح مشهور مولوي غیب الله په مشرۍ تیره ورځ د دې ولسوالۍ پر ترکمنیه ښارګوټي او د امنیتي ځواکونو پر څو پوستو د برید هوډ درلود چې د دویبریدونه د امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې نښته کې د طالبانو د تش په نوم ولسوال په ګډون د دې ډلې د لیزري قطعې مرستیال او یوه بل ډلمشر هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.