1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

 په بلخ کې د طالبانو د څلورو مخکښو قومندانانو وژل کیدل

Afghan-Air-Force-MD-530F
25 Jan 2020

په بلخ ولایت کې د څلورو مخکښو قومندانانو په ګدون لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو دا مخکښ قومندانان د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په پایله کې وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې ډلې شپږ نور جګره مار هم د بلخ په بورکه کلي کې د هوایي بریدونو په پایله کې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

 آرزو نیوز- نجلا مایار