1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ کې د طالبانو لخوا د یوه  ودانیز شرکت د اووه کارکوونکو برمته کیدل

Balkh-1-1536x1087
24 Oct 2020

د بلخ پولیس وایي چې د طالبانو ډلې په بلخ کې د یوه ودانیز شرکت اووه کارکوونکي له ځان سره بیولي دي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وایي د دولت مخالفینو تیره ورځ (د لړم۲) د نهرشاهي ولسوالۍ په لنګرخانې کلي کې د یوه سرک جوړونې شرکت اووه کارکوونکي د مالیاتو د نه ورکړې لپاره برمته کړي دي.

ښاغلی عادل شاه ټینګار کوي چې اتکل کیږي طالبانو دا کسان د دې ولسوالۍ بل کلي ته بیولي وي.

خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.