طالبانو تیره شپه د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ په شرشرک سېمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی دی.
د چهاربولک ولسوالۍ د یوشمیر اوسیدونکو په وینا،طالبانو په دې برید کې څه دپاسه ۲۰ امنیتی ځواکونه وژلي او ټول پوځي تجهیزات یی هم له ځانه سره وړي دي.
په همدی حال کې د۲۰۹ شاهین قول اردو وایی چې“په دی نښته کې ۱۳ وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي دي”خو دا قول اردو بیا یوازی د پنځو امنیتي ځواکونو وژل کیدل مني او وایی چې یو پولیس سرتیری هم برسیړن ټپي شوی دی.
له بلی خوا د بلخ یوشمیر اوسیدونکي وایي چې نږدي پنځه میاشتې کیږي چې ددی ولایت په یوشمیر نا امنو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې د ماښام له شپږو بجو پریکیږي.
آرزو خبري سایټ – شمس الله رحيمي