1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ کې د قیصاري نیولو لپاره عملیات ناکامه پاتي شول

قیصاری
16 Dec 2019

پولیس وایې ښاغلی قیصاري د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړې پیل سره له خپل کوره تښتیدلی دی،خو د هغه د نیولو لپاره هڅې دوام لري،قیصاري جوزجان ته تللی دی.

په مزارشریف ښار کې له نظام الدین قیصاري سره د امنیتي ځواکونو له نښتې یوې ورځې په تیریدو سره،د ښاغلي قیصاري کور لاهم د امنیتي ځواکونو له لوري کلا بند دی.

د بلخ د پولیسو مشر اجمل فایز رسنیو ته وویل چې نظام الدین قیصاري متکرره مجرم دی او په دې وروستیو کې له هغه څخه د د خلکو د شتمنیو غصب اړوند زیات شکایتونه شوي دي.

هغه ټينګار وکړ چې دې نا مسووله وسله وال قوماندان،له جګړه ییزو شونتیاوو په ګټنې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې وسله پورته کړې او د امنیتي ځواکونو څو موټر یې هم سوځولي دي.

ښاغلي فایز زیاته کړه:قیصاري د دولت پر وړاندې بغاوت کړی او پرسونل(پوځيان) یې ټپیان کړي له جګړه ییزو شونتیاوو په ګټنې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې وسله پورته کړې او زمونږڅو موټر یې هم سوځولي او قانون ته تسلیم شوی نه دی.هغه تر عدلیې او قضایې څار لاندې دی.

د ښاغلي قیصاري له ودانۍ داسي څرګندیږي چې د امنیتي ځواکونو او نظام الدین قیصاري ترمنځ جګړه زوره وره وه او د دواړو لوریو ترمنځ له درندو وسلو هم کار اخستل شوی دی.

د پیښې له سیمې د آرزو ټلویزیون خبریال داسي انځورنه اخستي چې ښیې،د قیصاري په کور کې ښځې او ماشومانو هم ژوند کاوه.

 

امنیتي ځواکونو او قیصاري تر امر لاندې کسانو نږدی یوه شپه او ورځ جګړه وکړه چې په پای کې نن (دوه نۍ لیندۍ ۲۵مه) پرته له دې چې هغه ونیول شي،دا جګړه پایته ورسیده.

د قیصاري او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې،د قیصاري کور تر څنګ کورونو ته زیات زیان اړولی دی.

د یوشمیر کورونو دیوالونه په ګولیو لګیدلي دي او یوشمیر استوګنیز کورونه هم په دود پوښل شوي.

د قیصاري کور په انګړ کې پوځي حضور او چوپتیا د وحشت ښکارندوي کوي.

 

د قیصاري د پلویانو اعتراض

د ښار په یوې بله څنډه کې، د قیصاري پلویانو د هغو کسانو مړي په اوږه کړي او د ولایت مخې ته یې اروړي چې په جګړخ کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دولتي ځواکونو او نظام الدین قیصاري تر امر لاندې کسانو ترمنځ جګړه کې،د ښاغلي قیصاري لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او څه د پاسه ۳۰ نور د امنیتي ځواکونو له لوري ژوندي نیول شوي دي.

خو د غورځنګ(جنبش)ګوند او نظام الدین قیصاري یو شمیر پلویان په خپلو اعتراضونو کې د نظام الدین قیصاري پر کور برید سیاسي او قومي عمل وباله.

اعتراض کوونکي همدا شان هیښتیا ورکوي چې تر هغې چې حکومت دوی ته قناعت ورکونکی ځواب ور نه کړي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

 

 

قیصاري څرنګه ورک شو او اوس مهال چیرته دی؟

د بلخ د پولیسو مشر په دې اړه وویل چې اټکل کیږي نظام الدین قییصاري له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې،د کور له شا تښتیدلی وي.

خو ښاغلي فایز ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه د هغه د لټولو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

په بلخ کې د غورځنګ ګوند مشر شمس الدین سادات هم په دې اړه وویل چې امنیتي ځواکونو د قیصاري کور کلابند کړی وو او دا بنسټونه باید د هغه د استوګنځي په اړه مالومات ورکړی.

په فاریاب کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو قوماندان نظام الدین قیصاري،په قانون ماتونې او د خلکو د ځمکو په غصب تورن دی. که څه هم په ټولنیزو شبکو کې په بلخ او شبرغان کې د هغه د استوګنې اړوند بیلابیل راپورونه خپاره شول،خو د غورځنګ ګوند او امنیتي بنسټونه د قیصاري د استوګنځي له سیمې بی خبري ښیې.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي