1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې اړوند د دفاع وزارت څیړنې

BALKH
27 Jan 2020

د ملي دفاع وزارت د بلخ ولسوالې د بوکې کلي د مرګ ژوبلې د څیړنې لپاره پلاوی استولی دی.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي که چیرې په هوایي بریدونو کې عام وګړو ته زیان رسیدلې وي، نو دا پیښه به په جدي توګه وڅیړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د یوې کورنۍ اووه غړي چې څلور ښځې او درې ماشومان په کې شامل وو وژل شوي دي.

د دې ولسوالۍ اوسیدونکي وایي چې هره ورځ د داشان بریدونو په پایله کې ولسي خلک قربانۍ ورکوي او دیر شمیر خلک هم له خپلو سیمو بی ځایه کیږي.

آرزو نیوز- نچلا مایار