د بلخ د عامې روغتیا ریاست پازوال وایي، چې تراوسه په دې ولایت کې ۱۲۰ زره روږدي ثبت شوي او نشه يي توکو ته آسانه لاسرسی د دی لامل شوی چې ډیر شمیر روغ شوي روږدي، بیا نشه یي توکو ته مخه کړي.
په بلخ کې د روږدو د روغتون پازوال، داوود راتب وایي چې نشه يي توکو ته آسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې ۷۰ سلنه هغه روږدي چې درملنه یې شوې، بیا په نشه يي توکو روږدي کیږي.
ښاغلی راتب زیاتوي چې تراوسه په دې ولایت کې ۱۲۰ زره روږدي کسان ثبت شوي او د دې شمیر د ډیریدو اټکل هم شتون لري.
هغه زیاته کړه: “مونږ د ناروغانو درملنه کوو خو بیا هم هر چیرې چې وغواړي نشه يي توکو ته لاسرسی، ځینې ستونزې شته دي، بې له شکه چې په دې برخه کې د امنیتي پازوال او چارواکو له مونږ سره سخته همکاري لرلې. هغوی د قاچاق کوونکو د نیولو، نشه یي توکو… په برخه کې له هیڅ راز هڅې ډډه نده کړې. خو بیا هم لاسرسی شتون لري.”
د بلخ ولایتي شورا او د مزارشریف اوسیدونکي هم د نشه يي توکو د ترافیک پر وړاندې د مبارزې په څرنګوالي نیوکه کوي. امین دره صوفي، د بلخ ولایت د ولایتي شورا غړی دی. دی وایي چې د پولیسو یو شمیر سرتیري له قاچاق کوونکو سره همکاري کوي.
ښاغلي دره صوفي زیاته کړه: “په ښار کې د روږدو کسانو شمیر رښتیا هم ډير شوی، تقریباْ نشه يي توکي آزاده د ښار په کچه پلورل کیږي، د اړوندو حوزو په سیمو کې، تقریباْ د دې سکالو مخنیوی نشته، لا همکاري هم ورسره کیږي.”
د بلخ پولیس بیا له قاچاق کوونکو سره د یو شمیر امنیتي سرتیرو همکاري، بې بنسټه بولي.
د بلخ د پولیسو مشر، اجمل فایز وایي چې په بلخ کې پولیسو په تیر یوه کال کې، د نشه يي توکو د ۴۰ لویو قاچاق کوونکو په ګډون، ۲۴۰ تنه نور هم په دې ولایت کې د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي او د نشه یي توکو د مخنیوي هڅې روانې دي.
د شمیرنو له مخې، په هیواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمیر، له ۳ میلیونو اوښتی دی. فقر، اوزګارتیا، آسانه لاسرسی، د نشه يي توکو ارزاني او نورې ټولنیزې ستونزې، په نشه يي توکو د روږدو د شمیر د ډیروالي اصلي لاملونه بلل کیږي.