1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ کې د هاوان د ګولیو لګیدو له کبله څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته

بلخ-1536x1087
18 Apr 2021

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د هاوان د څو ګولیو لګیدو په پایله کې څلور تنه مړه او ټپیان شول.

د بلخ د پولیس مشرۍ ویاند عادل شاه عادل وايي چې تیره ورځ (وري ۲۸مه) د بلخ ولسوالۍ پر بازار د هاوان د دوو ګولیو لګیدو په پایله کې دوو ولسي کسانو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی عادل زیاتوي چې د هاوان دا ګولۍ د طالبانو له لوري توغول شوې دي.

خو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.