د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې په پایله کې پنځه امنیتي ځواکونه مړه او ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وایي چې دا ماین د دې ولسوالۍ بنګالې پله سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته څیرمه شوې کې په پایله کې یې دوو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
ښاغلی رضایي ټينګار کوي چې طالبانو له دې چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو د یوې پوستې د ولکه کولو هوډ درلود خو د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او د دې ډلې د پنځو غړو په مړه او ټپي کیدو سره دې ډلې شاتګ کړی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.