د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې په پایله کې پنځو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بلخ پولیس وایي چې پرون ماښام د پولیسو یو هاموي ټانک د بلخ ولسوالۍ علم خیلو سیمه کې له هغه ماین سره برابر شوی چې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی وو چې په پایله کې یې پنځو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بلخ د امنیت آمر خان محمد مطمئن ټینګار کوي چې له دې چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په نښته شول خو د دې ډلې جنګالي له سیمې تښتیدلي دي.
خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.