1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ کې د کرونا ویروس ځانکړي دوه سوه بستریز روغتون د فعالیت پیل

vvv
12 Apr 2020

په بلخ ولایت کې د کرونا ویروس دوه سوه بستریز ځانګړي روغتون په خپلو چارو پیل وکړ.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست پازوال وایي،دا روغتون د دوه سوه (۲۰۰) نا روغانو لپاره جوړ شوی خو د اړتیا په صورت کې دا مرکز د درې سوه (۳۰۰) نا روغانو وړتیا لري.

د بلخ د عامې روغتیا مشر خلیل الله حکمتي،وایي له کوید۱۹ پر وړاندې مبارزې لپاره بلخ ولایت ته ۱۸ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

 

ښاغلي حکمتي زیاته کړه چې څو ورځې وړاندې ټول روغتیایي تجهیزات د بلخ ولایت مقام،مستوفیت او روغتیا ریاست د استازو په حضور سره پیرل شوي او د کوید۱۹ نا روغانو څخه د درملنې او ساتنې په موخه دې روغتون ته رسیدلي دي.

دبلخ د روغتیا مشر وایي چې په بلخ کې د کرونا ویروس مثبتو پیښو شمیر ۲۱ کسانو ته لوړ شوی او اوس مهال ۷ شکمن کسان هم په قرنطین کې دي.

خلیل الله حکمتي همدا شان وویل د هغو پنځو ولسوالیو قرنطین هم باید جدي ونیول شي چې په کې د کرونا ویروس ډیر نا روغان په کې دي.