1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ کې سل زره کسان په نشه یې توکو روږدي دي

DDDD
19 Oct 2019

 

د بلخ ولایتي شورا  په مزارشریف ښار کې په نشو روږدو کسانو له زیاتوالی اندیښنه کوي.

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید ادعا کوي چې یوشمیر پولیس سرتیري روږدو کسانو ته د نشه یې توکو په ویش کې همکاري کوي.

ښاغلی حدید زیاتوي چې په مزاری شریف ښار کې د روږدو کسانو د شمیر زیاتوالي د ښار نظم خراب کړی دی.

خو د بلخ د پولیس مشرۍ ویاند عادل شاه عادل بیا دا ادعا ردوي او وایې چې د شمیرنو پر بنسټ په بلخ ولایت کې په نشو د روږدو کسانو شمیر شاوخوا سل زرو کسانو ته رسیږي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په بلخ کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو پازوال  داوود راتب وایې چې په بلخ کې د روږدو کسانو د درملنې ۷ مرکزونه فعالیت لري چې سږ کال په کې درې زره کسان تر درملنې لاندې دي.

له بلې خوا د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ماشومانو د ساتنې څانګې مدیر وایې وایې دا اداره هڅه کوي ترڅو روږدو کسانو ته له درملنې وروسته،حرفه یې زدکړې ورکړی.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي