1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بلخ کې موټربمب چاودنه؛ طالبانو پړه پرغاړه واخیسته

ولسوالی-بلخ
25 Aug 2020

طالبانو په یوې خبرپاڼه کې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د موټربمب چاودنې پړه پرغاړه اخیستې او ویلي چې د دې پيښې په پایله کې، لسګونه پوځیان وژل شوي.

 

نن سحار، (درې نۍ، وږي څلورمه)، موټر بمب چاودنې د بلخ ولسوالۍ ولړزاوله.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي چې له چاودیدونکو توکو یو مازدا ډوله موټر، د سحار ۹ بجو شاوخوا د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو د یوې اډې پر وړاندې چاودنه کړې.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان، هیبت الله علیزي رسنیو ته ویلي چې په دې پيښه کې شپږ کومانډو ځواکونه ټپیان او یو تن یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ښاغلي علي زي په وینا، ډیرۍ مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده.

د بلخ د والي ویاند، منیر احمد فرهاد په دې اړه وویل چې تراوسه له دې پيښې لږ تر لږه ۳۵ ټپيان، د ابو علي سینا روغتون ته لیږدول شوي.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې دې چاودنه کې یواځې ۲ تنه وژل شوي، خو د دې پيښې د قربانیانو د شمیر د لوړیدو اټکل شتون لري.

هغه انځورونه چې له پيښې وروسته په خواله رسنیو کې خپاره شوي، ښایي چې دې پيښې خلکو ته پراخ تاوان اړولی دی.

په بلخ ولسوالۍ کې یوې سیمه ییزې سرچینې ویلي چې د پيښې له سیمې سلګونه متره لرې هم یو شمیر کورونه ویجاړ شوي.

د طالبانو ډلې د دې برید پړه پرغاړه اخیستې ده.

دې ډلې د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ادعا کړې چې د دې پيښې په پایله کې، تراوسه ۶۱ کومانډو ځواکونه مړه او لسګونه تنه نور ټپيان شوي.

د ملي دفاع وزارت د دې پيښې د مړو شویو پوځیانو د شمیر اړوند څه ندي ویلي، خو دې بنسټ اعلان کړی چې د دې پيښې په پایله کې، لږ تر لږه ۳۵ پوځیان ټپیان شوي.

دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې تیره اوونۍ، د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان د هیواد د خپلواکۍ د کلیزې په نمانځغونډه کې وویل چې د طالبانو ډلې د هیواد د شمال په هیڅ برخه کې پرمختګ ندی لرلی او برعکس، دې ډلې ډيرۍ سیمې له لاسه ورکړي او د هیواد د شمال لویو لارو امنیت هم ټینګ دی.